ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان به د افغانستان جنګ په خپله خاوره كولو ته پرې نه ږدي٬ چا لپاره د قربانې چېلې جوړېدو ته تيار نه يو٬ د طا??بانو پټنځايونه په پاكستان كښې نشته۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې ده و??ئيل چې ده و??ئيل افغانستان ګښې پوځي يا سياسي تعطل لپاره ملزم ګرځول په خاص توګه پاكستان لپاره د تشويش وړ خبره ده۔ده و??ئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مالي او ځاني زيان پورته كړې۔ده و??ئيل په پاكستان كښې د طا??بانو پټې ژالې نشته٬بلكې دغه ژالې پھ افغانستان كښې دي۔ده و??ئيل د پولې پورې غاړه څخه بريدونه كېږي خو دغه بريدونه د پولې پورې غاړه څخه د موجودو پټو ځايونو څخه د پاكستان په ضد د ترهه ګرو د ا ړخه كېږي دغسې د دې بريدونو مخ نيوي له پاكستان افغان دولت او اتحادي ځواك ته وئېلي دي چې د پولې كنټرول كولو نظام قوي كولو او د تګر راتګ څارنې لپاره د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي۔ده و??ئيل د تېرو څلورو لسيزو راهيسې غېر ملكي مداخلت څخه د دواړو هېوادونو اولس ته زيان رسېدلې۔ده و??ئيل د پاكستان څخه زيات په افغانتسان كښې د امن لپاره كوم بل څوك خ??اهش نه لري خو پھ افغانستان ګښې د 16 كلونو جنګ څخه وروستو دا خبره په ډاګه شوې چې په افغانستان كښې جنګ روان ساتلو سره امن نه شي راتللې۔ده وئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې په افغانستان كښې په سمدستي توګه او په حقائقو اډانه مقاصدو له افغانستان كښې داعش او د القاعده ختمولو له دې هم اقدامات وكړی شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد اقدامات كړي۔ده و??ئيل د نائن اليون نه پس د پاكستان د هلو ځلو سره القاعده ختمه شوي۔ده و??ئيل پاكستان پوځي عملياتو كښې د غريزو سيمو څخه اكثريت خوښې ډلې ختمې كړي۔ده و??ئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد لويې زيان وركړې ۔ ده و??ئېل زمونږ ٬6500 پوځي ځوانان او د قانون نافذ كوونكو اهلكارو پشمول 27 زره پاكستانيان پھ دې جنګ كښې شهيدان شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ترهګرې په وجوهاتو كښې ناانصافي٬ جبر او د غېر ملكي مداخلې پشمول په سياسي او نورو محرومو لوي غبرګون هم دے۔ د دې وجوهاتو ختمولو نه بغېر د ترهګرو ډلو بيانيه له مېنځه وړل به مشكل وي۔