اسلام آباد 04 نومبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان نی??ال سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي،دواړه هېوادونه د معاشی ، سیاسی او كلتورې اړيكو زياتولو صلاحیت لري،نومولے سفیر دې هند كښې د مس??ما??انو او نورو اقلیتونو په ضد شوي اقدامات په نړيواله كچه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده نی??ال كښې د پاکستان سفیر سید حیدر شاه سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ صدر ووئيل پاکستان نی??ال سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ پاکستان د شريكې ګتې ټولو څانګو كښې نی??ال سره دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركول له خوښې لري۔ ده ووئيل پاکستان او نی??ال د معاشی ، سیاسی او كلتوري اړيكو د زياتوولو صلاحیت لري۔ د پاکستان او نی??ال ترمينځه د كر كېلې ، داروګانو جوړولو ، آئی ټی ، ټیکسټائل او سرجیکل آلاتو غوندې څانګو كښې مرستې زياتولو ته اړتيا ده۔ صدر عارف علوی ووئيل هيله ل??و چې نوې سفیر به د دواړه هېوادونو ترمينځه معاشی او كلتوري اړيكو ته لا پراختيا وركولو له فعاله کردار ترسره كړي۔صدر ووئېل سفیر دې مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كولو له هڅې وكړي او هند كښې د مس??ما??انو او نورو اقلیتونو په ضد شوې اقدامات دې په نړيواله كچه پورته كړے شي