اسلام آباد 14اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي اولس له معیاری او مصدقه معلومات وركول مهم دي، د اطلاعات وزارت به په دې لړ كښې خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده د شورو په ورځ د پیمرا هيډکوارټر دورې په موقع میډیا سره خبرې كولې۔وفاقی وزیر سنيټر شبلی فراز ووئيل پیمرا د مانیټرنګ اعلی او معیاری میکانزم جوړ كړے، د اړوند وزارت له امله پیمرا سره رابطې او اشتراك مهم دي ، دا رابطې د يو بل د تجربو څخه استفادہ او د معلوماتو تبادلې لپاره ضروري دي۔ وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل پیمرا په ښه ډول خپل فرائض ترسره كوي،هيله لرو چې وخت سره س??ه به د پیمرا کارکردګی لا ښه شي۔ده ووئيل داسې مواد دې رامخې ته ك??ې شي كوم چې زمونږ د كلتور او مذهبی اقدارو له مخې او د اولس او هيواد په ګټه وي، هيله لرو چې دا ادا??ه به سباؤن كښې هم په دیانتدارۍ سره خپل فرائض ترسره ك??ي دغسې چې دې سره تړون لرونكې ټول اسټيك هولډرز او د پاکستان اولس مطمئن وي۔ده ووئيل پیمرا دې د اولس ګيلې په وخت لرې كړي۔دې څخه وړاندې د اطلاعات وزیرته د پيمرا چیئرمین د اړخه د ادارې کارکردګۍ په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ د اطلاعات وزیرپه دې موقع د پیمرا م??نیټرنګ سنټر دوره هم وكړه