اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي خپلواكه خارجه پاليسۍ لپاره د معيشت قوي كول ضروري دې، ډيجيټل ډپلوميسي د جديد دور تقاضا ده، د 21مې پېړۍ د چېلنجونو مقابلې لپاره به مونږ له سفارت كاري په جديدډول روانول وي، کشمير زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ هند په مکارۍ د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې ترهګرۍ سره تړلې خو مونږ یه غوره سفارتكارۍ د هند بيانيه مسترد كړ??، نن پاكستان د مسئلو جړ نه بلكې د مسئالو حل ګڼلے كېږي۔ په خارجه وزارت كښې د سټېټ آف دي آرټ ميډيا سنټر پرانستې په موقع خبريالانو ته خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل نن د ميډيا نمائندګان هم نوو چېلنجونو سره مخ دي٬ د كوټلې بيانيې تشهير لپاره ميډيا سره قوي رابطه ضروري ده، مونږ له به خپل ځان په جديد ډول استوارول وي۔ ده ووئيل نن د يو ټوېټ په بنياد د خبر پاڼې او د ټاك شوز انعقاد كېږي ځكه چې دا د ټېكنالوجۍ د جدت زمانه ده٬ دا ضرورتونه تر نظر لاندې سات??و سره مونږ په خارجه وزات كښې ستراتېژك كمېونيكېشن ډويژن جوړ كړ?? چې مقصد ئې بيانيه تشكيلول او تشهير كول دي، نن بيانيه كليدي حېثيت لري۔ خارجه وزير ووئيل د نائن اليون نه پس هند ډېر په مكارۍ سره د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې ترهګرۍ سره تړلي دغسې چې مظلوم كشميريان ترهګر وښودلې شي٬ مونږ د دې بې بنسټه بيانيې مقابله وكړه او ھغه مو مسترد كو??و سره حقائق نړۍ ته وړاندې كړل ۔ده ووئېل مونږ نړۍ له باور وركړے چې مونږ نه يوازې د ترهګرۍ ښكار يو بلكې مونږ دغې لعنت له ماتې وركړې او اوس نړۍ د هند بې بنسټه پروپېګنډه نه خوښوي۔ده ووئېل نن پاكستان د مسئلو جړ نه بلكې د مسائلو حل ګڼلے كېږو ٬ نړۍ به لومړۍ پاكستان ته ګوتې نيولې او نن زمونږ د اقداماتو ستائنه كوي۔ ده ووئيل مونږ خارجه وزارت په جديدډول روانو??و سره په سفارتي چېلنجونو قابو موندلو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ د كشمير پحقله خارجه وزير ووئيل کشمير زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس د هند يو اړخيزه اقداماتو دا مسئله نوره په ډاګه كړ?? ٬ مونږ دلته كشمير سېل جوړ كړ?? او په كوټلې توګه مو د هند بيانيه مسترد كړ??۔ده ووئېل مونږ په 24/7 بنيادونو کرائسز مينجمنټ سېل جوړ كړ?? چې پ?? سوب ئې د كرونا نړيوالې وباء په مهال ګرده نړۍ كښې هېواد ته د ستنېدو منتظر د دوه نيم لكه پاكستانيانو بېرته راستنېدو له مرسته تر لاسه شوې، مونږ په وزارت كښې چارواكو ته بهترين تربيه وركولو لپاره د تربيې نوے ځاے جوړ كړ??، اکېډمي جوړول او انسټيټيوټ آف استراتېژك مو فعاله كړ?? ۔ده ووئېل د دې نه علاوه انسټيټيوټ آف ريجنل اسټډيز فعالولو لپاره اقدامات كوٶ٬ تازه ان پټ لپاره مونږ په خارجه وزارت كښې ايډوائزري کونسل جوړ كړ?? چې پكښې د نړيوالو چارو پوهان او پخواني سينئر سفيران شامل دي، اېف اېم ډائريکټ يو داسې اپېليكېشن مونږ جوړ كړ?? چې پ?? سوب ئې د خارجه وزارت هر چارواكے ما سره تماس نيولے شي او خپل تجويزونه وړاندې كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ له په ټېكنالوجۍ انحصار زياتول وي٬ فارن پاليسۍ ته لومړۍ دفاعي لائن وئېلے كېږي دغسې په كوټلي ډول د بيانيې تشهير لپاره مونږ او ميديا د يو بل نه جلا نه يو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ امنيت سره سره معاشي سفارت كاري پېل كړ?? ، د امنيت په اړه نن مونږ په بهتر صورتحال كښې يو خو نن د معيشت بهتري زمونږ د ټولو لوي چېنلج دے٬ كه مونږ په معاشي توګه كمزورې يو نو د آئي اېم آېف تر آثر ??اندې به يو٬ دې لپاره خپلواكه خارجه پاليسۍ له زمونږ د معيشت قوي كېدل ضروري دي۔ د دې نه وړاندې په خارجه وزارت كښې د جديد سهوليات لرونكې سټېټ آف دي آرټ ميډيا سنټر پرانسته وشوه ۔ د ګل په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ميډيا سنټر پرانسته وكړه٬ د سنټر مقصد خارجه وزارت په جديد ډول روانول دي ٬ په دې موقع خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت سينئر چارواكي او د ميډيا نمائندګان هم موجود