اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان د پرمختګ پوخ عزم لري٬ د روان كال ??ه م??ال به د پي اېس ډي پي له مخې په بلوچستان كښې په بېلا بېلو پروژو 80 اربه روپې خرڅ كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د بلوچستان د جنوبي ض??عو د دوه ورځنې دورې ??ه م??ال خضدار ته د رسېدو نه پس د يو بريفنګ ??ه م??ال وكړې۔ وفاقي وزير سره د دفاعي پېداوار وفاقي وزيره زبېده جلال٬ د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د منصوبه بندې سېكرټري مطهر نياز رانا هم وو۔ د خضدار دورې ??ه م??ال وزيرانو ته په قلات ډويژن كښې د روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيرانو د خضدار او آواران د بېلا بېلو سيمو دوره هم وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چ?? حكومت به دا خبره باوري كوي چې په بجټ كښې د وركړي شوي فنډ مكمل او موثر استمال وشي۔ ده ووئيل چ?? وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه په پروژو كار كوي۔ ده ووئيل چ?? د نجي څانګې د شاملولو په تجويزونو هم غور كېږي۔ پلاوي به د تربت او ګوادر دوره هم كوي