اسلام آباد ۔ 26 اګست (اے پ?? پی) وزيراعظم عمران خان سره ??امي روغې جورې لپ??ره د افغان هائي كونسل چيئرمېن ډاكټر عبد الله عبد الله ټېلېفوني تماس نيولے ۔ وزيراعظم په دې موقع افغانستان سره د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو او ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپ??ره د خپل لوظ پخلے كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال وزيراعظم عمران خان د پاكستان او افغانستان ترمينځھ اړيكو چې بنياد ئې په مذهب ٬ كلتور ٬ تاريخ او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځھ په نزدې تړون دے ٬ اهميت په ډاګه كولو سره ??ره څانګه كښې د اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل زه د ډېرې مودې نه دا باور لرم چې د افغانستان مسئلې كوم پوځي حل نشته او د دې يوازنې سياسي حل د خبرو د لارې ممكن دے۔ افغانستان امن عمل كښې د پاكستان په مثبت كردار رڼا اچولو سره ??زيراعظم په دې خبره زور راوړو چې افغان مشرتابه دې د افغانستان خوشحالۍ ٬ سلامتيا او تل پاتې امن له تاريخي موقعې نه ګټه پورته كړي او د دې سياسي حل له دې كردار ترسره ??ړي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان زر تر زره ??اکستان انټرا افغانستان خبرې اترې ليدل غواړي۔ وزیراعظم ډاکټر عبداﷲ عبداﷲ له د قومي مفاهمت كونسل چيئرمېن په حېث د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې كونسل به د خپلو مقاصدو ترلاسه كولو كښې كامياب شي۔ وزیراعظم ډاكټر عبداﷲ عبداﷲ ته ډېره زر د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې افغان امن عمل مخ په وړاندې لاړ شي او د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې كړې شي