اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د منصوبه ??ندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي وزيراعظم ??مر??ن خان د پخوانو واكمنو لخوا د پرېښودے شوو معاشي چېلنجونو په مړانه مقابله كوي، په دوه كالو كښې دننه ب??رنې خساره په كلنه توګه د 20 اربه ډالرو څخه درې اربه ډالرو ته راغلےې ،د چينو په بحران كښې د ككړو عناصرو په ضد عمليات په كاميابۍ سره روان دي، وزيراعظم ??مر??ن خان به ?? مافيا په ضد جنګ كښې بريالے كېږي، راوي پروجيکټ انقلابي منصوبه ??ه چې ورسره به ?? روزګار موقعې راپېدا شي، حکومت د چينو پشمول د ضرورت د نورو څيزونو بيعه ټيټولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي، د کرونا خطرہ اوس هم شته ٬ اولس دې په اېس او پيز عمل جاري وساتي۔ د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې وفاقي وزير ووئيل د اېن سي او سي په غونډه كښې هره ورځ د كرونا د شمېرو جاج اخستې كېږي، د تېرو دريو اوونيو راهسې د كرونا په كېسونو كښې پرله پسې بهتري راروانه ده ، د وباء خطر اوس هم شته دې لپاره اولس دې په اېس او پيز عملدرامد جاري وساتي۔ اسد عمر ووئيل حکومت د نېب په قوانين كښې بهترۍ لپاره آرډيننس وړاندې كړے ٶ خو مخالفه ډله په دې معامله سنجيده نه ده۔ده ووئېل مخالفه ډله د نېب قانون كښې د بدلون په شا 34 نكاتي اېن آر او پلس غواړي كومه چې په اوسني دوره كښې ممكنه نه ده ۔ ده ووئيل نواز شريف او شاهد خاقان عباسي چې هېواد سره څه كړي اولس ته به ??ې وړاندې كوٶ٬ د نېب ټول سېټ اپ پخوانيو حكومتونو جوړ كړے او نېب هم د دغه جوړ قانون له مخې شاهد خاقان عباسي زندان ته اچولے ٶ۔ ده ووئيل نېب يو خپلواكه اداره ده حكومت ئې په كارونو كښې مداخلت نه كوي، حكومت د چا څخه سياسي انتقام نه اخلي ځكه چې د حكومتي غړو په ضد هم تحقيقات كېږي۔ده ووئېل مخالفه ډلې چې څومره شور كول غواري كوي دې وزيراعظم ??مر??ن خان به ?? بدعنوانه عناصرو په ضد د احتساب عمل نه يو قدم هم نه په شا كېږي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم د چينو بيعه د سلو روپو نه زياته شوې وه خو هېڅ تحقيقات نه وٶ شوې٬ موجودہ حکومت د چينو د بحران تحقيقات كړي او د چينو مافيا په ضد اپرېشن روان دے او د دوي په ضد كريمنل مقدمې درج كېدونكې دي