اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) ص??ر ډاکټر عارف علوی اسلام آباد كښې د ب?? وزله او بې آسرې وګړو لپاره د جوړو شوو پناه ځايونو دوره وكړه او دغلته ته ئې د انتظامات جاج واخست۔ د ب??ت المال اېم ډي عون عباس هم په موقع صدر سره ملګرے ؤ ٬۔ صدر د ترلائي شېلټر هوم بېلو برخو معائنه وكړه او په دې كښې د ب?? كوره او بې وزله وګړو لپاره د شوو انتظاماتو ئې جاج واخست۔ د وزراعظم د شېلټر هوم فوكل پرسن صدر ته مزدورانو لپاره د استوګنې او خوراك انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ صدر شېلټر هوم كښې موجودو كسانو سره خبرې وكړې او صدر اېم ډي بېت ??لمال ته د مشرانو د خيال سا??لو سپارښتنه هم وكړو۔ صدر شېلټر هوم كښې مېشته كسانو سره ډوډۍ وخوړله او سېلاني وېلفيئر ټرسټ لخوا ئې بې آسرې وګړو او مزدورانو ته د معياري خوراك وركولو هڅه وستائله۔ صدر ووئيل د اختر په ورځ د ب?? وزله او مستحقو وګړو مرسته كول زمونږ د ټولو مذهبي او قومي فرض دے۔ سول سوسائټي او شتمند حضرات دې په دې سختو حالاتو كښې د ټولنې د كمزورې طبقې خيال وساتي۔ صدر شېلټرهوم كښې د كورونا وائرس نه بچ كېدو په اېس او پيز د عملدرآمد په حقله په انتظاماتو هم د اطمينان څرګندونه وكړه