اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د پېټرول د بېعو پرېكړه ?? نړيوالې منډئې له مخې كېږي، كله چې په نړۍ كښې بيعې ټيټې شوې نو وزيراعظم په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره بېعې كمې كړې او اوس په ټوله نړۍ كښې د اضافې اثرات رامخې ته كېږي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې په پاكستان كښې اوس هم بېعې په ??نط??ه كښې تر ټولو ټيټې دي. په هند كښې 180 ، په جاپان كښې 196، په بنګله دېش كښې 174 او په چين كښېا 138 روپې دي. ډاكټر شهباز ګل د اپوزيشن لارښود شهباز شريف د ټويټ په غبرګون كښې ووئيل چې تاسو د هغه منتخب مشر خبره كوئ كوم چې د اربونو روپو د لندن فلې??س، د بې نامې اكاٶنټونو او د آمدن نه د زياتو اثاثو ځواب نه لري. ده ووئيل چې عدالتونو سزا وركړه نو بيمار شو، حقيقي وطن لند ته فرار ، بيا په كورونا كښې هيرو جوړېدو لپاره راغلو، نېب چې راوبللو نو بيا بيمار شو، دې ته وائي حقيقي قيادت