اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د پی آئی اے الوتكې پېښې عبوري راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړ?? شوے۔ دې پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو له سړي سر 10 لكه روپۍ وركړے شوې۔ په دې پېښه كښې 29 كورونه بېخي ويجاړ شوي۔ بشپړ راپور به هم دې ايوان ته وړاندې كولے شي۔ دغسې ډپټي سپيكر راپور قائمه كمېټۍ ته ولېږلو۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير غلام سرور خان ايوان ته راپور وړاندې كولو سره ووئيل د الوتكې پېښه كښې 97 كسان شهيدان شوي ۔ د بده مرغه دا كومه اولنۍ پېښه نه ده۔ په 72 كلونو كښې 12 پېښې رامخې ته شوي۔ د پخوانو ټولو پېښو نه په وخت انكوائري شوې او نه ئې راپور رامخې ته شوے او نه اولس حقيقت څخه خبر كړ?? شوے ۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ذاتي خوښې په بنياد انكوائري بورډ د ذمه دارۍ احساس سره خپل فرض ترسره كړي۔ ده ووئيل په دې انكوائري بورډ كښې د ایئر بلیو دوه پائيلوټان هم شامل كړ?? شوي ۔ نړيوال پائلټ اېسوسی اېشن ته مو خط ليكلے چی يو اے تھری پائلټ او ټیکنیشن راولېږي دغسې چې سپېځلې پلټنې وكړې شي۔ ده ووئيل بې پرې او سپېځلې پلټنې روانې دي او د دې عبوري راپور نن ايوان ته وړاندې كوؤ۔ بشپړه راپور به هم ايوان ته وړاندې كړ?? شي۔ وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل په دې پېښه كښې 29 كورونه بېخي ويجاړ شوي ۔ د دغې به ازاله كولې شي۔ ځپليو وګړو ته د استوګنې متبادل ??اي??نه وركړې شوي۔ كوم كسان چې پېښه كښې په حق رسېدلي د هغوي كورنيو ته سړي سر 10 لكه روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئېل د يو كور ماشومه هم شهيد شوے د هغې كورنۍ له هم معاوضه وركړې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل ب??قس??ته الوتكه فضائي پرواز لپاره سل فيصده سمه وه۔ د مئي په 7 مه نېټه دې الوتكې اولنې پرواز كړ?? ؤ۔ 5 پروازونه لاهور کراچی، کراچی لاهور لپاره وو۔ يو پرواز شارجه لپاره ؤ۔ ده ووئيل پائليوټ او مرستيا?? دواړه په طبي توګه صحت مند وو۔ پائلټ كومه تكنيكي خرابۍ هم په ګوټه كړ?? نه وه۔ په رن وے د لېن??نګ په وخت الوتكه بايد 2500 فټ پورته وې او د رن وے نه د لس ناټیکل میل په مسافت لېن??نګ ګېئر پرانستلے شوے۔ ده ووئېل د لېن??نګ نه وړاندې الوتكه 7500 فټ بره وه۔