اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) د پاكستان تحریك انصاف (پی ټی آئی) سنېټر فیصل جاوید وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د كورونا وائرس بحران په مهال د غریبو كورنيو مرستې ته پام لرنه كوي، حكومت مستحقو كسانو ??ه آسانيو وركولو لپاره لوئ ریلیف پیكیج او بيلې فلاحی منصوبې پيل كړې، په دې سخت وخت كښې د مستحقينو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض دي ۔ ده د ګل په ورځ راډي?? پاكستان كرنټ افیئر پروګرام كښې خبرې كولې ۔ ده ووئيل لاك ډاؤن له امله زياتره ټیكسی ډرائیوران او خوارې كښ ځپلې شوي ځكه چې هغوي د آمدن بله كومه ذريعه نه لري نو د ??غه كسانو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض ده ۔ فیصل جاوید ووئيل مونږ خوش قسمته يو چې مونږ له لوے څښتن د عمران خان په شان مخلص وزیر اعظم راكړې او هغه عمر له هيواد كښې فلاحي كارونه كړې ۔ ده په شته مندو زور ??اوړو چې د وزیر اعظم كورونا ریلیف فنډ د لارې د حكومت بشپړه مرسته وكړي دغسې چې د هيواد مستحقو كورنيو ته آ??انۍ وركړې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د بيلو ښارونو او صوبو دوره كوي او د ځائې انتظامیې د كاركردګۍ جاج اخلي