اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چېد كورونا وائرس په ضد جنګ له به ټول قام له ودرېدل وي٬د هېواد معيشت او غريب اولس د بشپړ لاك ډاؤن متحمل كېدې نه شي٬مونږ له به د چين غوندې د سماجي ډسپلن څرګندونه كول وي٬په اوسنو حالاتو كښې معاشي توازن ساتلو لپاره به راروانه اونۍ پیكج اعلان كړی شي٬اولس دې د اړي ګړي ښكارېدو په ځاې احتياطي ت??ابير خپل كړي٬مېډيا له په دې لړ كښې د يرې خپرولو په ځاې ذمه وار كردار ترسره كول غواړي٬نړيواله ورورولي دې د ايران نه بندېزونه پورته كړي دغسې چې هغوي په آفتونو قابو ومومي۔ده د جمعې په ورځ سينئر خبريالانو سره د كورونا وائرس په حقله په ناسته كښې خبرې كولې۔د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا٬د خزانې صلاحكا ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرل محمد افضل هم په دې مهال موجود وو۔وزيراعظم وو??يل چين كښې د كورونا وائرس خپرېدو صورتحال ترمخه د 15مې جنورۍ نه اقدامات پیل كړی شوي دي٬پھ دې مهال د 9 لكه خلكو سكريننګ شوې٬مونږ د نړۍ غبرګون ترمخه د وائرس مخ نيوي له اقدامات كوو چې كله په هېواد كښې د رنځورانو شمېره 20 ته ورسېده نو مونږ زر تر زره د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه راوبلله او د وائرس خپرېدو مخ نيوي له مو پھ غونډو پابندۍ ولګولې چې پكښې سكولونه٬كالجونه او مدرسې بندې كړی شوې۔د دې نه ښه او په وخت ردعمل نور څه كېدې شو۔وزيراعظم وو??يل پھ اول كښې پھ تفتان كښې د آساني?? كمې وو خو بيا وروستو صورتحال قابو كړی شو٬په اعلٰی وزير تورونه لګول به زياتې وي٬ده وو??يل د چين نه د زده كونكو راوستلو لپاره فشار سره مخ وو خو چين مونږ ته د هغوي د خيال ساتلو باور راكړی٬پاكستان ته د چين نه د كورونا يو كيس هم نه دې راغلې چې پرې مونږ د چين قيادت د ستائنه وكړه۔ده وو??يل له بده مرغه د تهران نه د وائرس راتللو صورتحال خراب كړو٬ايران د بندېزونو سره مخ دې ااو په دې حالاتو كښې دا ظلم دې۔ده وو??يل نړيوالې ورورورلۍ له بندېزونه پورته كول پكار دي دغسې چې هغوي په دې آفتونو قابو ومومي۔ده وو??يل د نړۍ ډ تجربو نه ثابت شوې چې د كورونا وائرس د مخ نيوي د ټولو نه ښه لار احتياط كول دي٬زمونږ قام له به په دې لړ كښې د ډسپلن څرګندونه كول وي۔يو بل سره د ليدلو كتلو او غونډو نه ډډه وكړئ۔د وائرس ځپلي كسان دې خپل ځان جلا وساتي٬د صفائۍ خيال دې وساتي۔دې اقداماتو سره د وائرس مخ نيوي كمېدې شي۔ده وو??يل پھ دې لړ كښې ضروري سامان ترلاسه كړی شوې۔د اوسني ضرورت ترمخه انتظامات شته او د نورو لپاره پھ بېړه كار روان دې۔ده وو??يل كورونا وائرس په خپل ځاې خط??ناك دې خو د دې د يرې نه اړې ګړې لا زيان مند ثابتېدې شي۔مېډيا له په دې اړه ذمه وار كردار ترسره كول پكار دي۔ده وو??يل په دې لړ كښې مېډيا له د لارښونې اصول وضعه كړې شوي كوم چې مالكانو اينكرز او خبريالانو ته وركړې شوي۔ده وو??يل د يرې ترهې په سبب به خلك څيزونه ذخيره كول پېل كړي چې ورسره به نور مسائل راپیدا شي٬نن يو بېړنې صورتحال رامخې ته دې د كومې مقابلې له به چې قام له په ګډه هڅې كول وي٬ده وو??يل دا جنګ حكومت يوازې نه شي ګټلې مونږ له به د چين غوندې د ډسپلڼ څرګندونه كول وي۔ده وو??يل د لاك ډاؤن سره به غريب او دياړي مار شديد وځپلې شي چې ورسره به نوې بحران رامخې ته شي۔ده وو??يل د دې طبقې روزګار ساتلو لپاره به تعميراتي څانګې له د آسانيو اعلان كولې شي چې ورسره به صنعتونه او كاروبار روان وي او دا اعلان به د نهې پھ ورځ كولې شي۔ده وو??يل دې پیكج كښې به د ټېكسون?? كمې او نورې آسانۍ شامل وي۔ده وو??يل زمونږ مقصد په كورونا وائرس قابو موندلوسره د خپل اولس معاشي ت??فظ باوري كول دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده وو??يل د سمو معلوماتو وركړه زموڼږ لپاره ګټوره ده٬په دې لړ كښې به هره ورځ خلك خبرولې شي۔ډاكټر ظفر مرزا وو??يل قامي رابطه كمېټۍ د كورونا وباﺀ ترمخه د قامي د ځينې چارو په قامي كچه د ترسره كولو په ضرورت زور راوړې۔ده وو??يل معلومات او شمېرې به په قامي كچه اولس ته رسولې شي۔پھ دې مهال د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وو??يل اوسنې صورتحال په ګډه تګلارې له تقاضا لري ځكه چې د نړۍ معيشتونه دې بحران ځپلې دي٬مونږ غواړو چې معاشي اشارې كومې چې ښه شوي هغه په ځاې وساتلې شي٬مونږ د تګلارې ترمخه د كورونا مخ نيوي له مېډيكل ايمرجنسي په توګه كار كوو۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وو??يل په ټول هېواد كښې د كورونا رنځورانو لپاره د 1600 كټونو روغتون بندوبست شوې٬په ګرد هېواد كښې 9 لويې واړه روغتونونه كار كوي چرته چې آسانۍ وركړی شوي دي۔ده وو??يل په كراچۍ كښې دوه روغتونونه جوړ كړی شوي دغسې په ډي آئي خان٬مردان٬سكردو٬ګلګت كښې يو يو روغتون جوړ كړی شوې۔په اسلام آباد٬لاهور٬كراچۍ كښې 12 ملين ماسكونه موجود دي٬ده وو??يل د چين نه 30 زره انفرا رېډ ګنز راغوښتلې شي دغسې800 وينټي ليټر راغوښتلې شي٬دغسې د چين كمپنۍ علي بابا 50 زره اېن 95 ماسكونه عطيه كړی دي