اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) په افغانستان كښې د سولې عمل لپ??ره د امريكې ځانګړي ??ستازي زلمي خليل زاد د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان د هڅو هركلې كړے او وئيلي ئې دي چې ??ې سره به د امريكې طالب لوظنامې، د افغانانو ترمېنځه د خبرو او په دائمي توګه د جنګ بندې لار هو??ره شي. د خالي په ورځ د امريكائي سفارت لخوا د زلمي خليل زاد لخوا د پاكستان دورې په پاې كښې په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې زلمي خليل زاد د جنورې په 31مه نېټه د پاكستان دوره كړې. زلمي خليل زاد ??ار??ه وزير شاه محمود قريشي، سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو سركاري چارواكو سره ملاقاتونه كړي ??ي. زلمي خليل زاد د پاكستان هڅې ستائلې دي او وئيلي ئې دي چې ??ې سره به د امريكې طالب لوظنامې، د افغانانو ترمېنځه د خبرو او په دائمي توګه د جنګ بندې لار هو??ره شي.