اسلام آباد 13جنوری(اے پی پی) د توان وزير عمر ايوب وئېلي دي چې د برېښنا غلو په ضد 7 زره د برېښنا غلا نيول شوي چې ورسره د برېښنا په غلا كښې كمې راغلې٬د پاكستان په 8882 فيډرو ??ښې په 80 فيصده فيډرو ??وډشېډنګ ختم شوې٬حكومت په هېواد كښې د متباد?? توان پروژو پشمول انفراسټركچر ته پام لرنه كوي چې له امله يې د ټرپنګ سلسلۍ ختم شوې۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د مسرت رفيق مهيسړ د برېښنا په بيعو كښې د زياتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د توان وزير عمر ايوب وو??يل كله چې زمونږ حكومت راغلې هغه وخت د ګرځينده قرضو حجم د مياشتې په حساب 39 اربه روپۍ څخه زيات وو۔د مسلم ليګ(ن)په آخري دور كښې زيان وركونكو سيمو كښې لوډشېډنګ ختم كړی شوې وو چې له امله يې ګرځينده قرضې زياتې شوې وې۔ده وو??يل مونږ تر 300 يونټ كارونكو صارفينو د برېښنا بيعه زياته كړې نه ده۔د سيد جاوېد حسنين د پوښتنې په ځواب ده وو??يل حكومت په يو كال كښې د ريكوري د لارې 229 اربه روپۍ جمع كړي۔د دې نه علاوه د غلو په ضد كمپائن روان دې