اسلام آباد 05 دس??بر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي قام دې نه فكرمند كېږي د پاكستان سباٶن ځلنده دې٬ د اي ګورننس بهترين نظام راولؤ٬ د ډيجيټل پاكستان منصوبه به كاميابوٶ٬ دې سره به كرپشن ختم شي٬ په ماضي كښې پېسو لپاره د نورو په جنګونو ??ښې شريك شوې ٶ٬ نننې پاكستان امن لپاره د نورو هېوادونو ترمېنځه د ثالث كردار لوبوي٬ امت به يو موټې كوٶ۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د ډيجيټل پاکستان وژن دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران ٬ د مركزي بانك ګورنر رضا باقر ٬ دپي ټي آئي لارښود جهانګير ترين او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زيات عمر بهر هېواد كښې تېر كړې دې لپاره د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ??ثبت رجحاناتو نه ښه وا??ف يم۔ ده ووئيل د ژوند د مقصد ټاكنه كوٶنكي خلق پرمختګ كوي او سختې پرېكړې كوٶنكي خلق كاميابېږي۔ كله چې چېلنجونه ختم شي نو ژوند بې خونده شي٬ چېلنجونه د وړاندې تګ موقعې وركوي٬ د نړۍ ټولو عظيم خلقو د ستونزو مقابله كړې٬ آسانه او لنډه ??ار?? كله په ژوند كښې ښه وا??ې نه راولي۔ ده ووئيل ډيجيټل پاکستان ته ډېر وړاندې پاملرنه پكار وه۔ وزيراعظم ووئيل اقتدار ترلاسه كولو سره د كرنټ اكاٶنټس لوي زيان رامخې ته وو٬ زمونږ حكومت په دې قابو وموندلو٬ تېرو وا??منو ??ه مصنوعي توګه د روپۍ قدر كنټرول كړې ٶ۔ ده ووئيل نړيوال بانك٬ اسيائي بانك او د موډيز پشمول غېر جانبدار مالياتي ادارې د هېو??د معيشت مستحكم ګرځولې دې او په معاشي صورتحال ئې د اطمينان څرګندونه كړې ده٬ اوس مونږ د ډيجيټل پاکستان منصوبې كاميابۍ لپاره كار كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان لويه آبادي په ځوانانو ??شتمل ده مونږ دوي خپل طاقت جوړولې شو۔ ده ووئيل حكومت به اي ګورننس نظام راولي٬ د بدعنوانۍ خاتمې لپاره اي ګورننس ضروري دې ٬ ډيجيټلائزېشن څخه به د عام وګړي ژوند كښې آسانۍ راشي په راتلونكي وخت كښې به د حكومت ټوله پاملرنه ډيجيټل پاکستان پلو وي۔وزيراعظم ووئيل اولس دي وېرېږي نه او نه دې فكرمند كېږي راتلونكې دور د خوشحالو دوره دے ٬ د هېواد سباون ځلنده دې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ د ګورننس په مسئلو قابو مومو او ضروري بدلۍ كوٶ او ډلې جوړو٬ پاكستان په نړيواله كچه اوس اهميت ترلاسه كړې دې٬ تېر وخت كښې به د پېسو په خاطر د نورو په جنګونو ??ښې شريكېدو٬ نننې پاكستان امن لپاره د نورو هېوادونو ترمېنځه د ثالث كردار لوبوي۔ ده زياته كړه چې د اسلامي نړۍ