اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی)دوزيراعظم صحت انصا?? پروګرام ترسېوري لاندې د خېبر پ??تونخوا په قبائلي ضلعو كښې 5 لكه صحت انصاف كارډ ووېشلې شول۔ د وزيراعظم په هدايت د قبائلي ضلعو ټولو كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركولې شي۔ په ابتدائي توګه ددې كارډ د لارې به تر 3 لكه روپو او د كوم لوئې رنځ په صورت كښې به تر د 7 لكه 20 زره روپو درملنې كېدې شي۔ قبائلی ضلعو لپاره د سټېټ لائف انشورنس پروګرام منېجر حاشر خان د شورؤ په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې حكومت د وزيراعظم د صحت انصا?? پروګرام ترسېوري لاندې د خېبر پ??تونخوا قبائلي ضلعو اولس ته د وزيراعظم د ويژن لمخې صحت انصاف كارډ وركوي۔ ده ووئ??ل د خېبر پ??تونخوا قبائلی ضلعو اولس ته تر دې دمه 5 لكه صحت انصاف كارډ وركړې شوي دي۔ حاشر خان ووئيل چې صحت انصاف کارډ وركولو له هر يو تحصيل هېډكوارټر روغتون او ډسټركټ هېډكوارټر روغتون كښې مركزونه جوړ كړې شوي شوي دي چرته چې قبائلي اولس ته صحت كارډ وركولې شي