پېښور 21 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي محمود خان په ډېر اسماعيل خان كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د شهيد شويو پوليس اهلكارو شهادت به بې ځايه نه ځي٬ ترهګري يو ناسور دے ا?? دا به له مېنځه وړو۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ??وئ??ل چې د شهيد شويو اهلكارو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ترهګر ??اسې بريدونو سره زمونږ حوصلې نه شي كمزورې كولې۔ د ترهګرو كوم مذهب نه وي٬ كوم يو مذهب په بې ګناه ا?? معصوم خلقو د بر??د كولو اجازه نه وركوي۔