اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د بلوچستان حكومت د ځنګلونو او د وحش?? ژوند ساتنې له د 250 ملین ونو كرلو منظوري وركړه كومې به چې د راروانو 5 كلونو په مهال د کلین اېنډ ګ??ین پاکستان پراجېکټ ??رسېوري لاندې لګولې شي۔ د هېواد ساحلي صوبه مو??مي بدلونونو سره مخ ده۔ په ټوله صوبه كښې د زياتو وونو لګولو سره به د ګلوبل وارمنګ په مسئلو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د اتوار په ورځ صوبائي چارواكو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل وونو لګولو له 16 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دا منصوبه به د وفاقي حكومت په مرسته سرته رسولې شي۔ دوي ووئيل وفاقي حكومت منصوبې لپاره د 50 فيصده لګښت په خپله د پورته كولو عزم ښكاره كړې دې۔ چارواكو ووئيل صوبه كښې د وحش?? ژوند ساتنې له هم 5 كلنه منصوبه پېل كړې شوې ده