اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د بشري وسائلو پرمختګ په حقله پوهنتونونه مهم كردار لري ٬ د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ ته به مرسته ترل??سه شي٬ په پوهنتونونو كښې ښھ ګورننس او په تحقيق اډانه معياري تعليم د اعلٰی مقام ترل??سه كولو بنيادي تقاضي ده ۔ده دا خبره د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د پوهنتونونو وائس ??انسلرانو د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔اولس مشر سپارښتنه ??كړ?? چې د زده كوونكو پلو ګرځولې شوي اقدامات په سم لوري روانولو سره دغې ته پراختيا وركړئ دغسې چې زده كونكو ته د تدريس نه علاوه كيريئر كونسلنګ٬ايلومينائي آسانۍ او د داخلو په اړه معلومات ترل??سه شي۔اولس مشر د تدريسي تحقيق او د اولسي پالېسو جوړولو عمل ترمينځه تعلق پېدا كولو اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل د پاكستان صنعت د پوهنتونونو د همكارۍ نه غېر پرمختګ نه شي كولې۔ده ووئيل په پاكستان كښې د تعليم او صنعت ترمينځه د رابطو كمې دے۔د پوهنتونونو او صنعتونو په قامي او نړيواله كچه اړيكې قوي كول پكار دي۔اولس مشر سپارښتنه ??كړ?? چې د نصاب جائزې اخستو او د بېلو ډګرو د تدريسي دورانيې لپاره يوه كمېټي جوړه كړئ ٬دا كمېټې به د اعلٰی تعليم په څانګو كښې د معيار جاج اخلي ۔ده د زيات آن لائن كورسز دائره كار ته په پراختيا وركولو زور راوړو۔اولس مشر د پوهنتونونو مشرانو ته ووئېل چې هغوي ډبل انټري اكاؤنټنګ سسټم سره د خپلواكه تعليم لپاره استعداد پیدا كړي۔ده وائس ??انسلرانو ته هدايت ??كړ?? چې د پاكستانو پوهنتونونو او شهرت لرونكو غېر ملكي پوهنتونون?? ترمينځه همكارۍ ته وده وركړئ دغسې چې د يو بل تجربو څخه استفاده وكړې شي ۔ده ووئيل وائس ??انسلران دې د څلورم صنعتي انقلاب تقاض?? تر مخه طالعلمان تربيه كړي ۔اولس مشر د تعليم په اړه د صلاحيت لرونكي انتظاميې او د تعليمې پوهانو د شريك عمل اهميت هم رامخې ته كړو۔په غونډه كښې د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود او د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري هم موجود وو