اسلام آباد ۔ 24 مارچ(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال او د قومي اسمبلۍ غړي علي نواز خ??ن وئيلي دي زلمي كول ته د صحتمندانه هلو ځلو موقعې وركولو له د سپورټس داسې پروګرامونه بايد وكړې شي او هم دداسې مقابلو د لارې زلمې كول بېلو معاشرتي بدو څخه بچ كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د سټریټ چېمپیئن پاکستان تر سېوري لاندې پاك پوځ ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كولو له د مېراتھن ??ېس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده د میراتھن ??ېس په غوره ډول كولو د ايونټ انتظاميې په شمول ستر منتظم ناصر اسلم ته مباركي وركړه۔ده ووئيل دا میراتھن ??ېس به د امن پېغام وي۔ دې سر?? به نه يواځې د يو والي پېغام وړاندې لاړ شي بلكې د يوې صحتمندې ټولنې بنياد به هم جوړ شي او په قامي كچ?? به ټېلېنټ هم رامخې شي۔ په دې موقع خپل خپل خطاب كښې ستر منتظم ناصر اسلم راجه د مېراتھن ??ېس په مقصدونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د دې رېس اهتمام پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له شوې دې او ددې رېس د لارې نړۍ كښې د امن پېغام ته وده وركول دي۔ مېراتھن ??ېس د وفاقی پلازمينې اسلام آباد كلثوم چوك سېونتھ ایونیو څخه تر دامن كوه وشو۔ كوم كښې چې د مېنز سنیئر ، بوائز انډر۔ 12 او بوائز انډر۔14 بېلو بېلو كېټ??ري?? برخه واخسته۔ د مېراتھن ??ېس فیس 50 روپۍ مقرر كړې شوې وو۔ د مېراتھن ??ېس په پايه كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو اتھلیټس ته انعامونه وركړې شول۔