اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو وزیر مخدوم شاہ محمود ق??ېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن نه يوازې افغانستان بلكې د ټولې منطقې رغونې او پرمخَتګ لپاره لازم او ملزوم دے۔ د جمعې په ورځ استنبول كښې د او آئي سي د بېړنۍ غونډې په موقع د افغانستان خپل همڅنګ صلاح الدین رباني سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې شاہ محمود ق??ېشي ووئيل پاکستان د افغانستان پشمول د منطقه كښې امن او استحكام لپاره به خپلې شريكې ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ د ملاقات په مهال د افغان امن عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ش??ہ محمود ق??ېشي ووئيل مونږ د وړومبۍ ورځ څخه د افغان واكمنو او اولس په مشرۍ كښې د مذاكراتو پلوي وو۔ افغان خارجه وزیر صلاح الدین ووئيل افغانستان امن لپاره د پاكستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي۔ په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاہ محمود ق??ېشي د ایران خارجه وزير جواد ظری?? او د کوېت نائب وزیر اعظم او خارجه وزیر شېخ صباح خالد حماد سره هم ملاقات كړې دې