اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) پخواني اولس مشر آصف علي زرداري د هندي پوځي الوتكو د لائن آف كنټ??ول د پرله پسې خلاف ورزيو س??ته غندنه كول?? سره وئيلي دي هندي واكمن دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسيږي چې مونږ به د دې ډول پېښو يوازې غندنې كوٶ٬ بلكې دا خبره په ذهن كښې وساتۍ چې په مناسب وخت به د ځواب وركولو حق محفوظ ساتو۔ خپل بيان كښې آصف علی زرداري ووئيل د قام هر كس د پاكستان وسله والو ځواكون?? سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل مودي په انتخاباتو كښې كاميابۍ لپاره د منطقې امن د خرابولو نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هند له پكار دي چې د پولو احترام كول?? سره په نړيوالو اصولو عمل وكړي او دا په ذهن كښې اوساتي كه هند څه داسې حر??ت وكړو ځواب له دې چمتو اوسي۔ آصف زرداري د مودي د جنوني ذهنیت په ضد هند كښې هم غږونه پورته كېږي ۔ ده ووئيل پاكستان امن پسند هېواد دے او په منطقه كښې امن غواړي٬ د پاکستان د امن خوښۍ اصول او پاليسي دې زمونږ كمزوري اونه ګڼلې شي۔