پېنډې 25 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د كرسمس په مو??ع په كرېسنټ چرچ پېنډې كښې د مسيحي ټولنې په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د نهې په ورځ د پاك پوځ د او??سي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې د سرلښكر تود هركلې وكړے شو او په ګډون كولو د ده مننه وكړې شوه۔ په دې مو??ع سرلښكر په پاكستان كښې ټولې مسيحي ورورولې ته د كرسمس مباركي وركړه۔ سرلښكر نه يوازې د پاكستان په جوړېدو بلكې د دې نه پس د پاكستان په پرمختګ كښې هم د مسيحي وروڼو د كردار اعتراف وكړو۔ ده په پاكستان كښې د تعليم ٬ روغتيا او او??سي خېر ښېګړې پشمول په يو شمېر څانګو كښې د مسيحي كميونټې د كردار ستائنه وكړه۔ ده د وسله والو ځواكونو د ب??خې په توګه د خوږ وطن په دفاع كښې هم د دوي د كردار ستائنه وكړه۔