بيج??ګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ وزيرا??ظم عمران خان د چين د انقلابي هڅو د اتلانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د دوي هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره ئې خاموشي اختيار كړه۔ وزيرا??ظم سره خارجه وزير شاہ محمود قریشي، د خزانې وزير اسد عمر، د رېلوے وزیر شېخ رشید احمد، د منصوبه بندې او پرمختګ وزير خسرو بختیار، د ميری ټائم افیئرز وزیر علی زېدي، د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد، د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال او په بیجنګ كښې د پاکستان سفیر مسعود خالد هم وو۔ په دې موقع د پاكستان او چين قومي سرودونه وغږول شول۔ د وزيرا??ظم لخوا د چينائي اتلانو په يادګار د غوړل شويو ګلونو رنګ د پاكستان د قومي بېرغ رنګ سره مطابقت لرلو۔