اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د پاکستان ??حریک انصاف وائس چیرمین شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پنجاب وزیراعلیٰ نومول د عمران ??ان ??ختيار دے٬ په دې لړ كښې د مشاورت عمل ترسره شوې او نن د جمعې په ورځ به د پنجاب اعلٰې وزير نامه اعلانولې شي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوكۍ لپاره ?? پي ټي آئي اتحادي ګوند كانديد پروېز الهي په اكثريت سره كامياب شوې او سوګند ئې هم پورته كړې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې زمونږ حكومت جوړ شوې او په بلوچستان كښې هم زمونږ سپيكر او دوهم سپيكر ??نتخب كړې شوې دې۔ ده ووئيل ?? پي ټي آئي ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته بلكې پيپلز ګوند مسلم ليګ (ن) څخه د لاتعلقۍ اعلان كړې دې او پنجاب كښې د سپيكر ??ه انتخاب كښې ئې د مسلم ليګ (ن) كانديد ته ووټ نه دې وركړې او د محمد شهباز شريف د وزيراعظم په نومول كېدو ئې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې ده ځكه چې ھغوي دا ګڼي چې دې چوكۍ لپاره دغه نامه مناسب نه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجا ب اع??ٰی وزير لپاره د يو داسې كس په لټون كښې يو چې داغ پرې نه وي او د نوي پاكستان موقف او په جذبه ښه پوهېږي او ھغه په ھغه ډول حكمراني وكړې په كوم ډول چې د پاكستان ??ولس پي ټي آئي سره توقعات تړلي دي او د عمران ??ان وژن او د ھغه پروګرام ئې ذهن سره مطابقت هم لري