جدہ 26 اپرېل (اے پي پي) امام کعبه عبدالرحمان السدېس وئيلي دي سعودي عربستان د اعتدال پسندۍ او په سوله ايز ډول يو بل سره ?? ژوند كولو تصوراتو ته وده وركوي٬ سعودي د اسلامي نړۍ اتحاد٬ د مكې مكرمې او مدينې منورې د مقدسو ځايونو ساتلو او ترقۍ كښې مركزي كردار لوبوي٬ اسلام هر ډول ترهګري رد كوي٬ په دې لړ كښې اسلامي هېوادونو كښې ميډيا له خپل كردار ترسره كول پكار دې۔ د كعبې امام دا خبرې د قامي خبر رسنې ادارې منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاكستان ميديا پلاوي سره ??پ??و خبرو كښې وكړې چا چې په مدينه منوره كښې ھغوي سره ملاقات كولو۔ د حرمېن ا??شر??فېن عمومي صدر او د كعبې امام ووئيل مونږ ټولو له په هر ډول د اسلام دفاع لپاره كار كول دې او ترهګرو ته د اسلام يرغمالولو هېچرې اجازه وركول پكار نه دي۔ د اسلامي ميديا پحقله ده ووئيل د اسلامي هېوادونو د خبريالانو مهمه ذمه واري جوړېږي چې ھغوي د رښتينې اسلام دفاع وكړي كوم چې ترهګري رد كوي او د امن او زغم درس وركوي۔ د?? ووئيل خادم الحرمېن ا??شر??فېن او سعودي سلطنت به تل د حج او عمره كوٶنكو خدمت كوي ځكه چې مونږ د لوي څښتن د مېلمنو خدمت خپله وړومبنۍ وظيفه ګڼو۔ شېخ عبدالرحمان السدېس ووئيل پاكستان او سعودي قوي اتحاديان دي او دواړه د اسلامي نړۍ اثاثه دي۔ د?? ووئيل د اسلام رښتنې پېژندګلې تل د امن ٬ ورورولۍ او اعتدال پسندۍ درس وركوي او اتنها خوښي او ترهګري بېخي رد كوي۔۔ د كعبې امام د اسلامي نړۍ مرستې لپاره ?? پاكستساني حكومت د كردار ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان تل د اسلامي نړۍ د مسئلو په ملاتړ كښې وړاندې وړاندوالې كړې۔ د?? ووئيل پاکستان او سعودي تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې۔ د?? ووئيل د اسلامي نړۍ مقاصدو ملاتړ پكار دے او د حرمېن ا??شر??فېن او د مسجد اقصیٰ ساتنه پكار ده ۔ د?? ووئيل خادمېن الحرمېن ا??شر??فېن باچا سلمان د لوي څښتن د مېلمنو خدمت لپاره ?? الٰهي رضا په خاطر تل ګامونه پورته كړې۔ د?? ووئيل څوك چې په اسلامي نړۍ كښې فتنه پېدا كول غواړي ھغوي به ماتې سره مخ كېږي ځكه چې د پاکستان او سعودی عرب مشران فساديان د پښو لاندې كولو بصيرت ٬ جرآت او طاقت لري۔ شېخ عبدالرحمان السدېس پاكستان او د سعودي سلامتيا او د دواړو قامونو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ?? نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د كعبې امام پاكستان او اولس سره ?? مينې څرګندونې لپاره په اردو ژبه كښې پاكستان زنده باد ووئيل