اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پ??ك د پاكستان او چين دوستي نوې لوړې كچې ته رسولې ده ٬?? سي پ??ك د 9 صنعتي زونز په نتيجه كښې به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي٬٬ټول ګوندونه او صوبائي حكومتونه ?? سي پېك بشپړه ملاتړ كوي۔ده دا خبرې باؤ فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل د انفراسټركچر پروژو سره د اولس د ګټې پروژې هم پیل كړی شوې ۔ده ووئيل د پاكستان وژن 2025 يوازې د سرم??يه كارۍ زياتولو نوم نه دے بلكې د دغې هدف غربت ختمول دي۔احسن اقبال ووئيل ?? سي پېك پروژو په نتيجه كښې د توان په بحران قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې۔د برېښنا وركړې سره صنعتي پېداوار زيات شوې او روزګار پېدا كېږي٬ احسن اقبال ووئېل ?? سي پ??ك د لارې به د پاكستان پاتې سيمې پرمختګ وكړي۔ده ووئيل ګوادر بندر به د آسيا د وړومبي صف بندرځاې شي۔په ګوادر كښې بنيادي انفراسټركچرجوړېږي۔?? سي پېك پروژې د فيزبېلټي سټډيز په بنياد منظورولې شي۔ده ووئيل پاكستان د مينځنۍ آسيا٬چين او د سوئېلي آسيا د تړلو كورېډور دے