اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د وحشيانه استعمال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 11 بې كناه كشميريان شهيدان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي د غندنې په بيان كښې پاكستان وئيلي دي چې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د استعمال په نتيجه كښې په شوپيا او انت ناګ كښې كم نه كم 11 بې ګناه ځوانان شهيدان شوي دي او دا هم اطلاعات دي چې دا وحشيانه كرېك ډاؤن لا هم روان دے او په مظاهرچيانو او په خاص توګه په ماشومانو او مېرمنو د پېلټ ګن استعمال كولې شي۔ انټرنېټ سروس بند كړے شوےِ٬ دا د بې ګناه كشميريانو د سرټيټولو او تر فشار لاندې د راوستلو يوه بله هڅه ده۔ ويا??د ووئيل چې دې اقدام سره د هند څېره ??و ځل بيا بې نقابه شوې۔ د هند د رياستي تشدد غېر انساني او بدنما څېره رامخې ته شوې كوم چې د څو لسيز?? نه د كشميريانو په ضد داسې كارروائې كوي۔ ويا??د ووئيل چې پاكستان څو ځله وئيلي دي چې د هند لخوا داسې اقدامات قصدا او په منظم ډول د كشميريانو د عزم ماتولو هڅه ده خو سره د دې بدنما كارروائيو د كشميري اولس عزم ته ماتې ور??ه كړې شوه۔ د مقبوضه كشمير بهادر او ??ري اولس بار بار احتجاج كوي او په يو صورت هم د دوي د خپلواكې د هڅو جذبه نه شي څوك كمولې ا?? نه به هند كامياب شي چې د كشميريانو هڅې ترهګرې سره ??تړي او نړۍ ګمراه كړي۔ ويا??د ووئيل چې پاكستان د جمو كشمير اولس سره ??ووالي كوي٬ مونږ نړيوالې ټولنې ته وايو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي چې پكښې بنيادي انساني حق شامل دے٬ِ نړيوالې ټولنه دې په هند فشار واچوي چې دغسې هغه د دې شرمناك سزاګانو كلچر بند كړي كوم چې د تېرو څو لسيز?? نه روان دے۔ پاكستان نړيوالې ټولنې ته وئيلي دي چې هغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې پوخ حل لپاره خپل كردار ترسره ??ړي۔