كوئټھ 10 جنوری (اے پی پی)د بلوچستان متحده اپوزيشن پريكړه كړې ده چې هغه به نه د وزيراعلٰی جوړېدو په زغل كښې ګډون كوي او نه به د حكومت برخه جوړېږي٬مخالفه ډله به لا هم د ا??وزيشن برخه وي۔د سېنېټ د ټاكنو په حق كښې يو٬څوك چې په دې اړه خبره كوي د هغوي نه دې پوښتنه وكړې شي٬د بلوچستان د ا??لس ستونزې حل كولو لپاره به د اسمبلۍ په فلور غږ پورته كوو٬سياست په مفروضو نه بلكې په حقائقو كېږي۔دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې م??ر مولانا عبدالواسع٬سردار اختر جان مينګل٬زمرك خان اچكزئي٬نوابزاده مير طارق مګسي او نورو شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود ا?? د بلوچستان په اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې م??ر مولانا عبدالواسع ووئيل په اوسنو حالاتو كښې په متحده اپوزيشن كښې شريكو ګوندونو په اتفاق سره غونډه رابللې او په غونډه كښې پريكړه شوې چې په متحده اپوزيشن كښې د شاملو ګوندونو كوم غړې به د وزيراعلٰی چوكۍ لپاره كانديد نه وي٬مونږ په اپوزيشن كښې پاتې كېدو سره خپله وظيفه ترسره كړې٬دوي ووئېل اوس به د وزيراعلٰی چوكۍ لپا?سلاٹ_گیمز/105119.html">?ه مونږ سره د عدم اعتماد په تحريك كښې د شاملو ګوندونو پاكستان مسلم ليګ(ن) او مسلم ليګ (ق) غړو لخوا چې په كومه نامه اتفاق وكړې شي٬مونږ به رائې وركوو۔ده ووئيل مونږ جمهوري سفر پیل كړې و او يو پړاؤ يې ترسره شوې٬اوس راتلونكې پړاؤ د وزيراعلٰی د ټاكنې دې۔په تحريك كښې د شاملو ملګرو نه چې څوك هم وزيراعلٰی وي مونږ به هغه س?سلاٹ_گیمز/105119.html">?ه مرسته كوو