اسلام آباد ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) احتسا?? عدالت په پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په 2 رېفرنسز او په مريم نواز او د هغې په خاوند كېپټن (ر) محمد صفدر يو يو رېفرنس كښې فرد جرم لګولې دے۔ په پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف فلېګ شپ انوېسټمنټ رېفرنس كښې فرد جرم لګولو له اورېدنه تر (نن) جمعې ورځې وځنډولې شوه۔ د زيارت په ورځ د احتسا?? عدالت جج محمد بشير د نېب لخوا د جمع كړې شوو درېو رېفرنسز اورېدنه وكړه۔ فاضل جج د فريقېنو دلائل اورېدو څخه وروستو په ایون فیلډ پراپرټیز او العزیزیه اسټیل ملز رېفرنس كښې ?? پخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا په وړاندې شوي نمائنده ظافر خان فرد جرم ولګولو۔ ع??ال?? په ايوان فيلډ رېفرنس كښې په مريم نواز او كېپټن (ر) صفدر فرد جرم ولګولو او تورنو ته ئې د فرد جرم نكات واورول۔ په دې مهال تورنو د جرم صحت څخه انكار وكړو او د پخواني وزیراعظم استازي ظافر خان د نواز شريف لخوا د جرم صحت څخه انكار وكړو۔ احتسا?? عدالت د فرد جرم كاروائۍ څخه وروستو د استغاثې شهادتونه طلب كړل او د ایون فیلډ پراپرټیز رېفرنس اورېدنه ئې تر 26 اکتوبر وځنډولھ۔ د اورېدنې په مهال د مریم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر وکیل امجد پروېز ع??ال?? ته استدعا وكړه چې نن دې په دواړو موكلانو فرد جرم ونھ لګولې شي۔ د دوئي وېنا وه چې په عبوري رېفرنس كښې ??ستاوېزات وړاندې نه كړې شول۔ تركومې چې ټول دستاوېزات وړاندې نه كړې شي تر هغه وخت دې اورېدنه اودرولې شي۔ د وكيل وېنا وه چې د ګواهانو د بيانونو كاپۍ او د والیم 10 تر وړاندې كولو فرد جرم لګولې كېدې ??شي?? په دې مهال د نېب پراسېكيوټر ع??ال?? څخه هم نن د فرد جرم لګولو استدعا وكړه۔ د اورېدنې په مهال درې وارې دمه وكړې شوه۔ د زيارت په ورځ د احتسا?? عدالت جج محمد بشیر د اورېدنې په مهال درې وارې د 15 ٬ 15 دقيقو وقفه وكړه۔ اولنۍ وقفه د مريم نواز او کېپټن (ر) محمد صفدر لخوا د فرد جرم نه لګولو په خواست وكړې شوه۔ د نواز شریف لخوا د اورېدنې بندولو په ځواب د دلائلو اورېدو څخه وروستو فاضل جج پرېكړه محفوظه كړه او دغې څخه وروستو د 15 دقيقو دمه وكړې شوه۔ د پخواني وزيراعظم لخوا د درېو واړو رېفرنسز يو ځائې كولو خواست چې كله رامخې ته شو نو د دلائلو اورېدنې څخه وروستو پرېكړه محفوظه كړې شوه او يو وارې بيا د 15 دقيقو دمه وكړې شوه۔(وا/ض ض/ګ ل/2039)